۰
مجاهد د پیر نیولو ته په اشارې:

خپل سري جرم دی، هر جنایت له قانوني لارو څېړو

پنجشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۶
د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پکتیکا ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا د یوه پیر ابراهیم آغا نیول کېدو ته غبرګون ښودلی دی.
خپل سري جرم دی، هر جنایت له قانوني لارو څېړو
د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پکتیکا ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا د یوه پیر ابراهیم آغا نیول کېدو ته غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د څو تنو خپلسرو لخوا د ټولنې د پېژندل شویو څېرو نیول کېدل او بیا یې عکسونه او ویډیوګانې خپرول پخپله یو جرم دی او په وینا یې دوی به دا مسئله تر څیړنې لاندې ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په خپله یو مسوول نظام دی چې قضایي او عدلي ارګانونه لري.

هغه وايي، هر جرم او جنایت باید له خپلو قانوني لارو څخه وڅېړل شي.

مجاهد څرګنده کړې ده دا چې څو تنه خپلسري کسان د ټولنې معروف خلک نیسي، سپکاوی او توهین یې کوي، عسکونه او ویډیوګانې ترې اخلي، دا پخپله جرم او جنایت دی چې ډیر ژر به تر حساب لاندې ونیول شي.

ابراهیم اغا څو ورځې وړاندې د پکتیکا او غزني ولایتونو لرې پرتو سیمو ته تللی وو چې د پیر په نوم یې خلکو درناوي ته صفونه جوړ کړي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د خلکو مختلف غبرګونونه له ځان سره لرل.

نوموړی په وروستیو کې د د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی او د پوښتنو ګروېږنو پر مهال ځینې ویډیوګانې اخیستل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي