۰

د مخکني حکومت وزیر هدایت امین ارسلا هم هېواد ته راستون شو

پنجشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۹
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د تېر نظام د مالیې وزیر هدایت امین ارسلا بېرته هېواد ته راستنېدو خبر ورکړی دی.
د مخکني حکومت وزیر هدایت امین ارسلا هم هېواد ته راستون شو
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د تېر نظام د مالیې وزیر هدایت امین ارسلا بېرته هېواد ته راستنېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند احمدالله وثیق ویلي چې د دغه کمېسیون په هڅو د تېر نظام د ماليې وزير هدايت امين ارسلا هېواد ته راستون شوی دی.

وثیق زیاته کړې ده چې نوموړی په تير وخت کې د رییس جمهور مرستيال او بیا ارشد سلاکار پاتې شوی دی.

نوموړي ویلي، له تماس کميسيون سره ګڼ شمير نورو شخصیتونو ارتباط نيولی دی او هغوی به هم ډېر ژر بېرته هېواد ته راستانه شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د همدې کمیسیون د هڅو په پایله کې د ملي امنیت دوه سلاکاران، حکیم نورزی، انتظار خادم، د ترانسپورټ سرپرست عزیزي، د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ، د پوځ ویاند دولت وزیري، د برېښنا شرکت مشر امان الله غالب او یو شمېر نور چارواکي راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي