۰
سیګار:

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت د سقوط په اړه معلومات نه راکوي

پنجشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۵
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې سیګار مسوولین وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد نړیواله پرمختیايي اداره د مخکني افغان حکومت د سقوط په اړه معلومات نه ورکوي.
 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت د سقوط په اړه معلومات نه راکوي
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې سیګار مسوولین وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد نړیواله پرمختیايي اداره د مخکني افغان حکومت د سقوط په اړه معلومات نه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار د امریکا کانګرس کې د څار او اصلاحاتو کمېټې له لوري ګومارل شوې چې د افغانستان مخکیني حکومت د سقوط او له هېواده د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو لاملونه وڅېړي.

خو د یادې ادارې مشر وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد نړیوالې پرمختیايي ادارې خپلو کارکوونکو ته ویلي چې له دوی سره دې همکاري نه کوي او معلومات دې نه ورکوي.

د سیګار مشر جان ساپکو د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د نړیوالې پرمختیا ادارې مشرې سمانتا پاور ته په یوه لیک کې دغه شکایت کړی او په وینا یې د فدرالي حکومت دې دواړو ادارو په غیر منطقي توګه سیګار ته د اطلاعاتو له ورکولو ډډه کوي. 

د ښاغلي ساپکو په لیک کې راغلي له ۲۰۰۸ کال راهیسې او د سیګار فعالیت له پیل سره سم د امریکا پرمختیايي ادارې له دوی سره پرلپسې همکاري کړې.

نوموړی زیاته کړې، همدې کبله د امریکا هېڅ یوه حکومت د سیګار واک او صلاحیتونو په هکله پوښتنې نه دي راپورته کړې، خو دا اوږده همکاري ناڅاپه او له توضیح پرته درول شوې ده. 
 
د یادونې ده، چې سیګار مخکې هم د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه تورن کړل چې د پوځیانو ایستلو په تړاو معلوماتو ته د لاسرسي مخنیوی یې کړی.

سرچینې ویلي و، چې په دې سره د امریکا خلک او کانګرس غړي نه شي کولای د پوځونو ایستلو او مخکیني افغان حکومت د سقوط په هکله کره معلومات ولري.

په ورته وخت کې د امریکا این، بي، سي خبري شبکې په رپوټ کې د امریکا کانګرس سرچینو له قوله ویل شوي، څو میاشتې کېږي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد نړیوالې پرمختیا سازمان سیګار ته هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
 
سرچینه زیاتوي، اووه میاشتې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت او پرمختیايي ادارې سیګار مسوولینو ته ویلي، په افغانستان کې د بشري مرستو فعالیتونه او د افغانستان پرمختیايي چارې اوسمهال د سیګار له مسوولیتونو نه دي.
 
د سیګار مشر جان ساپکو په خپل لیک کې ویلي، له دوی سره د معلوماتو نه شریکول د بهرنیو چارو وزارت او پرمختیايي ادارې له لوري له قانونه سرغړونه ده.

ساپکو په خپل لیک کې یو ځل بیا له دواړو دولتي ادارو غوښتي چې سیګار ته د سپارل شوي ماموریت لړ کې د اړتیا وړ معلومات له دوی سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي