د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، په پکتیکا او خوست کې زلزلې بشري ناورین جوړ کړی دی او دوی د مرستو لپاره تیاری لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اداره وایي، ټیمونه یې په بېړنۍ توګه خوست او پکتیکا ته رسېدلي دي او د زیانمنو شوو سرشمېرنه او له دوی سره د مرستو پر لارو چارو کار روان دی.
بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن هم ویلي چې دوی پر پېښه خواشیني دي او ژر به خپلې بشردوستانه مرستې زلزله ځپلو ته ورسوي.
تر دې وړاندې د ترکیې، هند، پاکستان، ایران، چین، سعودي عربستان او ګڼو نورو هېوادونو په ګډون ډېرو نړیوالو بنسټونو له افغان زلزله ځپلو سره د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده، چې پکتیکا او خوست کې د وړمې شپې د زلزلې له امله ۱۰۰۰ کسان شهیدان شوي او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل