امریکا افغانستان کې له زلزله ځپلو سره مرسته کوي

2 سرطان 1401 ساعت 8:40

امریکا په افغانستان کې پر شوې زلزله خواشني ښودلې او له زلزله ځپلو سره یې د مرستې ژمنه کړې، خو اندازه یې نه ده ښودلې.


امریکا په افغانستان کې پر شوې زلزله خواشني ښودلې او له زلزله ځپلو سره یې د مرستې ژمنه کړې، خو اندازه یې نه ده ښودلې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیفان په یوه بیان کې ویلي، امریکا په افغانستان کې پر ویجاړوونکې زلزلې، چې لږ تر لږه زر تنه پکې وژل شوي، سخت خواشیني دي.

نوموړي زیاته کړې، ولسمشر جو بایډن د افغانستان د زلزلې وضعیت څاري او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او نورو فدرالي شریکو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې له هغو کسانو سره چې ډېر اغېزمن شوي دي د مرستې پر لارو چارو غور وکړي.

د هغه په وینا د امریکا په دې ویاړي چې له افغانستان سره تر ټولو زیاته مرسته کوي او شریک مرستندویان یې له وړاندې څخه په سیمه کې طبي مرسته او سرپناه برابروي.

سولیفان دا هم ویلي، امریکا د دې وحشتناک ناورین په لړ کې او له هغه وروسته ژمنه ده چې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151814

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151814/

جمهور
  https://www.jomhornews.com