۰

پکتیکا او خوست کې د زلزلې تلفات تر ۹۰۰ تنو واوښتل

چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۰
چارواکي وايي، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه پورې ۹۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پکتیکا او خوست کې د زلزلې تلفات تر ۹۰۰ تنو واوښتل
چارواکي وايي، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه پورې ۹۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، یاده زلزله تېره شپه رامنځته شوې او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
 
د ځايي چارواکو په وینا د تېري شپې زلزلې د پکتیکا ولایت برمل، زیړوک، نکي، کیان ولسوالیو او خوست ولایت ځینې سیمې سختې ځپلې دي.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې پکتیکا کې د زلزلې له امله تر اوسه پورې د ۳۰۰ کسانو مړي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان له خاورو څخه را ایستل شوي دي.
 
په ورته وخت کې ویل کېږي، چې د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې هم د زلزلې له امله ۴۰ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.
 
طالب چارواکو ویلي چې دا لومړني اقام دي او د مرګ ژوبلې ارقام کېدای شي تغیر شي او په خبره یې اوس هم په سیمه کې له نړیدلو ودانیو څخه د خلکو د را ایستلو عملیات روان دي.
 
بلخوا ویل کیږي چې د تیري شپې زلزلې د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
 
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي په پکتیکا ولایت کې د زلزلې له امله سلګونه کسان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي او په خبره یې بېړنو مرستو ته اړتیا لري.
 
افغان حکومت له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې تر خاورو لاندې کسانو په ایستلو او د زلزلې له امله بېځایه شوو کسانو ته د بشري مرستو په رسولو کې اقدام وکړي او خپل ژغورونکي ټېمونه سیمې ته واستوي.
 
چارواکو ویلي، هغوی د زلزلې سیمې ته د هلیکوپټرو په ګډون ژغورونکي ډلې استولي دي او اوس مهال تر خاورو لاندې کسانو د ایستلو هڅې کوي.
 
د روغتیا وزارت وايي، په ټولو روغتيايي مرکزونو کې د بشپړې تیارۍ امر شوی دی.
 
یاد وزارت زلزله ځپلو ته د لومړنیو بشري مرستو رسېدو لپاره پر ټولو همکارو بشري موسساتو غږ کړی چې سیمې ته ځان ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي