۰

نړۍ کې ۲۲۲ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۷
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې دمګړی ۲۲۲ میلیونه ماشومان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له زده کړو او تعلیم بې برخې دي.
نړۍ کې ۲۲۲ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې دمګړی ۲۲۲ میلیونه ماشومان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له زده کړو او تعلیم بې برخې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ګوتریش په خبره جګړې، اقلیمي بدلون، کډوالي او ورته نور هغه عوامل دي چې ماشومان یې له زده کړو محروم کړي دي.

ګوتریش پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو، خصوصي کمپنیو او نورو اداراتو غږ کړی چې د ماشومانو د تعلیم په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي او په دې توګه د میلیونونه ماشومانو په ژوند کې د مثبت بدلون جوګه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي