۰

ملګرو ملتونو پر دوه طالب چارواکو د بندیز معافیت پای ته ورساوه

سی شنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۸
ملګرو ملتونو پر ښځو د محدودیتونو له کبله د طالبانو حکومت دوو چارواکو لپاره د سفر د بندیزونو معافیت پای ته رسولی دی.
ملګرو ملتونو پر دوه طالب چارواکو د بندیز معافیت پای ته ورساوه
ملګرو ملتونو پر ښځو د محدودیتونو له کبله د طالبانو حکومت دوو چارواکو لپاره د سفر د بندیزونو معافیت پای ته رسولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اې اېف پي اژانس د ځینو دیپلوماتانو په حواله لیکلي چې دغه بندیزونه د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو په سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر مرستیال سید احمد شهیدخېل لګول شوي دي.
 
پر دغو طالب چارواکو دا بندیزونه داسې مهال بېرته لګېدلي چې د طالبانو حکومت پر ۱۵ چارواکو د بندیزونو معافیت تېره ورځ پای ته رسېده.

د رپوټونو له مخې له دې ډلې د ۱۳ نورو طالب چارواکو د سفر معافیت دوه میاشتې نور هم غځول شوی دی.
 
دوی ته له بندیزونو دغه معافیت درې کاله وړاندې له امریکا سره د سولې مذاکراتو کې د ګډون په هدف د سفرونو لپاره ورکړ شوی و.
 
د رپوټونو له مخې‌ ځینو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټه کې د دې غوښتنه هم کړې چې د نورو طالب مشرانو لپاره دې هم د سفر د بندیزونو معافیت پای ته ورسېږي.
 
خو له اوږدو بحثونو وروسته پر دې پرېکړه شوې چې دمګړۍ د ۱۳ طالب چارواکو د بندیزونو معافیت د ۶۰ ورځو لپاره وغځول شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي