۰

کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالیو جدول اعلان کړ

سی شنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۰
د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیک سیالیو جدول اعلان کړ، چې په کې به اته لوبډلې یو له بل سره ولوېږي.
کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالیو جدول اعلان کړ
د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیک سیالیو جدول اعلان کړ، چې په کې به اته لوبډلې یو له بل سره ولوېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ وايي، د شپږیزې لیګ لوبې به د راتلونکې جولای میاشتې په ۱۸ مه پیل او د اګست تر ۵ مې به دوام ولري.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، د سیالیو جدول ښه برابر شوی او ټول مهم ټکي په کې په پام کې نیول شوي دي.

هوتګ په دې اړه چې ایا په دغه لیګ کې به بهرني لوبغاړي هم ولوبېږي او که نه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې، چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه د کابل د عقابانو او د مس عینک د ټیمونو ترمنځ وشي.

کرکټ بورډ پر داسې مهال د دغه لیګ سیالیو جدول اعلانوي، چې د بوست ساتونکو لوبډلې له مخکني څښتن څخه دغه امتیاز اخستل شوی او تر اوسه پورې بل څوک نه دي ورته پیدا شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي