۰
د بښنې نړیوال سازمان:

د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی

سی شنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۹
د بښنې نړیوال سازمان په یو شمېر هېوادونو کې د افغان کډوالو ځورولو ته په اشارې ویلي چې باید د دغو کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی
د بښنې نړیوال سازمان په یو شمېر هېوادونو کې د افغان کډوالو ځورولو ته په اشارې ویلي چې باید د دغو کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سازمان د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کډوال په ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، مالیزیا او ترکیه کې د نړیوالو قوانینو په اساس له خپلو حقونو څخه برخمن نه دي.

سرچینه کاږي چې په یادو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال وحشت، تاوتریخوالي، بد چلند او ایستلو له ګواښ سره هم مخامخ دي، هغوی له تبعیض سره مخ دي او لومړنیو خدماتو لکه زده کړه، کار، هویت او د مسافرۍ اسنادو ته د لاس رسي لپاره مبارزه کوي.

د سرچینې په وینا تر ټولو بده دا چې په خپل سر نیونو، مجازات او اجباري اخراج سره مخ کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې هېوادونه باید پر خپلو ژمنو ودريږي او د کډوالو او بېځایه شوو وګړو د ژوند، کار او نورو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي