ټاکل شوې د ناروې پلازمېنه اوسلو ښار کې د اوسلو فورم دوه ورځنۍ غونډه نن سه شنبې د غبرګولي ۳۱ مه پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس دغه غونډه دوه ورځنۍ ده او په کې به د نړۍ د روانو کړکېچونو تر څنګ د افغانستان په روان وضعیت هم خبرې اترې وشي.
د ناروې حکومت په یوه بیان کې ویلي، چې شاوخوا سلو کسانو په دې فورم کې د ګډون بلنه منلې ده.
سرچینه وايي، دا هغه کسان دي، چې د شخړو په هواري کې یې د منځګړو په توګه رول لوبولی یا لوبوي، د حکومتونو چارواکي، کارپوهان او په جګړو کې د ښکېلو لوریو استازي دي.
غونډې ته د افغانستان څخه هم څه کسان ورغوښتل شوي، خو تر اوسه پورې یې نومونه نه دي په ډاګه شوي.
تېرکال په دغه ډول غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون کړی و، چې د ځینو هېوادونو له خوا پر ناروې نیوکې هم وشوې.
د غونډې مشري به د ناورې د بهرنیو چارو وزیره اننیکین هویتفیلډت کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل