ملګرو ملتونو د افغانستان په ننګرهار ولایت کې شوی برید په کلکه غندلی او د دغه ډول بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په دغه برید کې ملکي وګړو ته په اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې ده.
یوناما ویلي، پر ملکي وګړو دې دغه ډول بریدونه پای ته ورسول شي او د دوی ژوند ته دې ګواښ نه جوړېږي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم د ملکي وګړو پر تلفاتو اندېښنه ښوودلې وه او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله بشر ضد جنایت دی چې عاملین یې باید محاکمې ته راکش کړل شي.
د یادونې ده، چې پرون د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ په سرګړبازار کې پر یوه موټر چاودونه وشوه، چې په کې دوه تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل