د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو له روسي سوداګرو افغانستان ته د نفتي او خوراکي توکو د وارداتو او صادراتو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د بخر له مخې د سوداګرۍ خونې چارواکو دغه غوښتنه له یو شمېر روسي سوداګرو سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
د سوداګرۍ خونې د غبرګولي ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې خونې چارواکو د کریمیا په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په ورته مسایلو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان پلاوي د اوړو، غنمو، غوړیو، او نفتي موادو د وارداتو او صادراتو په برخه کې له مقابل لوري د همکارۍ غوښتنه کړې.
د سرچینې په وینا افغان پلاوي ته روسي سوداګرو او چارواکو د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو اسانتیاو د رامنځته کېدو ژمنه ورکړې او په راتلونکې کې د ورته لیدنو پر کېدو هم ټینګار کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم امر کړی و، چې له افغانستان سره دې د غلو دانو رسولو په برخه کې همکاري وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل