د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت په نيويارک کې له افغان کډوالو سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوتيرش پر ټويټر ليکلي چې افغان او عراقي کډوالو د ميليونونو نورو کډوالو په څېر خپلو مېشتځايونو ته رنګارنګي او غني کلتورونو ور وړي دي.
نوموړي له کډوالو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.
په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د افغانستان څانګې په يوه ټويټ کې ويلي چې په ميليونونو افغان کډوال او کورني بېځايه شوي مرستو ته اړتيا لري.
دغه ادارې زیاته کړې، دوی ټولو ته د مرستو د رسولو لپاه د بودجې له ۶۸ سلنې کمښت سره مخ دي.
د یادونې ده، چې د جون شلمه يا د کډوالو نړيواله ورځ سږ کال په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف په يوه راپور کې د نږدې ۴۰ ميليونه ماشومانو د کډوالۍ خبر ورکړل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل