۰
خلیفه حقاني له کاملوف سره لیدنه کې:

د ازبکستان له خوا پلې کېدونکو پروژو امنیت ته جدي پاملرنه کوو

دوشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۹
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار او د بهرني سیاست د ځانګړي استازي عبدالعزیزکاملوف سره کتلي دي.
د ازبکستان له خوا پلې کېدونکو پروژو امنیت ته جدي پاملرنه کوو
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار او د بهرني سیاست د ځانګړي استازي عبدالعزیزکاملوف سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي حقاني او ښاغلي کاملوف لیدنه پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۹ مه کورنیو چارو وزارت کې شوې او دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا، امنیت او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ښاغلي حقاني د افغانستان په اړه د ښاغلي کاملوف د رول ساینه وکړه او هغه ته یې د نوې دندې مبارکي ورکړه.

سرچینه زیاتوي، چې په لیدنه کې په افغانستان کې په ډاډمن امنیت بحث وشو او دواړو لوریو پر دې ټینګار وکړ چې له نویو اقتصادي فرصتونو څخه د ښې ګټه اخیستنې لپاره ډاډمن امنیت اړین دی.

ښاغلي کاملوف د کورنیو چارو له وزیر وغوښتل چې د ترمذ – مزارشریف - کابل- پېښور د رېل پټلۍ د طرحې پلي کېدا په خاطر د امنیت تامین لپاره خاصه توجه وکړي.

د سرچینې په وینا ښاغلي ټینګار وکړ، چې د رېل پټلۍ دغه پروژه د سیمې او افغانستان د اقتصادي ښېرازۍ کې مهم رول لوبولای شي.

په ورته وخت کې ښاغلي حقاني د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه اړیکې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې دوی به د ټولو ملي پروژو په ځانګړې توګه د هغو پروژو چې د ازبکستان له خوا پلې کېږي، لکه د رېل پټلۍ او برېښنا امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، اسلامي امارت توانېدلی چې امنیت ټینګ کړي، خصوصاً له ګاونډیو هېوادونو سره پر شرېکو پولو د امنیت ټینګښت ځانګړی اهمیت لري.
 
 په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا نژدې کېدو لپاره به هڅې کوي تر څو دواړه ملتونه له اقتصادي فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړای شي.
 
د یادونې ده، چې ښاغلي کاملوف په دې سفر کې د رییس الوزار له مرستیالانو او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي او په پورتنیو، سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

له ښاغلي متقي سره لیدنه کې کاملوف دا هم ویلي، چې تاکشند راتلونکې میلادي میاشت کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړوي او د اسلامي امارت پلاوی ته یې بلنه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي