د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اروپايي ټولنې سفیر وون برنټ سره کتلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وون برنټ د دې لیدنې په اړه چې په دوحه کې شوې په خپل ټوېټر لنډ بیان ورکړی.
هغه ویلي له اغلې امیري سره یې په دې باندې ګډ تفاهم درلود چې په افغانستان کې کثرت ګرایي یا څو رنګۍ او د ټولو افغانانو د استازولۍ په برخه کې لا ډېر مشارکت ته اړتیا ده.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل