۰

ازبیکستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

دوشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۸
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت شورا له سلاکار عبدالعزیزکاملوف سره لیدلي دي.
ازبیکستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت شورا له سلاکار عبدالعزیزکاملوف سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۹ مه کابل کې له ښاغلي کاملوف سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي مسایلو او ترانزیتي چارو یې خبرې ورسره کړې دي.

ښاغلي کاملوف په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دوی هڅه کوي چې له کابل سره خپلې اړیکې لا پياوړې او ښې کړي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې خپله همکاري هم ډېروي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د دایمي ثبات پر اهمیت او د دواړو هېودونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی او هغه د ټولو په ګټه بلل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي