د افغانستان د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په کابل کې د افغان پانګې په نوم د یوه لوی شرکت د جوړېدو پرانسته وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان پانګې شرکت پرانسته نن یکشنبې د غبرګولي ۲۹ مه د افغان د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا وشوه.
ارګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې په دغه لوی شرکت کې تر اوسه پورې ۱۳ پانګوالو د ۲۵۰ میلیون ډالرو په اندازه پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د افغان اینوېسټ یا افغان پانګې شرکت چې مسوولیت یې محدود دی د کانونو، ساختماني، انرژۍ او کرنې په برخو کې به پانګونې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل