۰

هند له ۱۰۰ زیاتو افغان هندوانو او سیکانو ته وېزې ورکړې

یکشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۱
هندي رسنۍ وايي، حکومت یې د کابل په کارته‌ پروان کې د افغان اهل‌هنودو پر یوه معبد له برید وروسته، تېره شپه ناوخته له سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکانو ته برښنايي ویزي ورکړې دي.
هند له ۱۰۰ زیاتو افغان هندوانو او سیکانو ته وېزې ورکړې
هندي رسنۍ وايي، حکومت یې د کابل په کارته‌ پروان کې د افغان اهل‌هنودو پر یوه معبد له برید وروسته، تېره شپه ناوخته له سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکانو ته برښنايي ویزي ورکړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبر ایشین نیوز انټرنېشنل رسنۍ نن یکشنبې د غبرګولي ۲۹ مه د هند په کورنیو چارو وزارت کې د چارواکو له قوله خپور کړی دى.

په ورته وخت کې ګڼو هندي خبریالانو هم دا خبر تایید کړی او په خپلو رسمي ټویټرپاڼو یې خپور کړی دی.

خو د هند حکومت رسماً په دې اړه کومه تبصره نه ‌ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند په نوي ډیلي کې د سېکانو د ګوردوارو یا عبادت‌ځای د تنظیم کمېټې پرون له افغان سېکانو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د هند له حکومت یې وغوښتل چې له ټپي شویو سکانو سره بېړنۍ مرسته وکړي.
 
د یادونې ده، چې پرون کابل کې د هندوانو پر یوه ګورداوره ډلیز وسله والو برید وشو، چې د چارواکو په وینا دوه تنه په کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت داعش اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي