۰

د هند لومړي وزیر کابل کې پر هندوانو برید وغانده

یکشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۷
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه ټوېټ کې په کابل کې د هندوانو پر معبد پرونی برید په کلکه غندلی دی.
د هند لومړي وزیر کابل کې پر هندوانو برید وغانده
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه ټوېټ کې په کابل کې د هندوانو پر معبد پرونی برید په کلکه غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د له مخې ښاغلي مودي لیکلي، چې ، د دې بزدلانه تروریستي برید له کبله یې سخت ټکان خوړلی دی.
نوموړي دا برید غندلی او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

پرون په کارته پروان کې د سېکانو پر ګوردواره برید د طالبانو په خبره ۲ تنه وژلي او ۷ نور ټپیان کړي دي.
 
ملګرو ملتونو او امریکا هم دغه برید غندلی او له طالب چارواکو یې غوښتي، چې په دې اړه جدي پلتنې وکړي.
 
د دغه برید مسوولیت داعش اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي