۰

د مخابراتو پخوانی وزیر هم هېواد ته راستون شو

یکشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۶
د مخکني حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین او د افغان ټیلي کام شرکت پخوانی رییس جنت فهیم هم هېواد ته راستانه شول.
د مخابراتو پخوانی وزیر هم هېواد ته راستون شو
د مخکني حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین او د افغان ټیلي کام شرکت پخوانی رییس جنت فهیم هم هېواد ته راستانه شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دوه کسان پرون شنبې د غبرګولي ۲۸ مه هېواد ته راورسېدل، چې د طالب چارواکو له خوا یې هرکلی وشو.
دغه دوه کسان د افغان حکومت له سیاسیونو سره د اړیکو کمېسیون په هڅو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي او په هوايي ډګر کې یې د طالبانو له دغه کار څخه ستاینه وکړه.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د همدې کمېسیون په هڅو، د ملی امنیت شورا غړی انتظار خادم، د همدې شورا بل سلاکار حکیم نورزی، د پوځ ویاند جنرال دولت وزیري، د برېښنا پخوانی رییس امان الله غالب، د ترانسپورټ پخوانی سرپرست حسن مبارک عزیزي او د پوهنې پخوانی وزیر ډاکتر فاروق وردګ هم هېواد ته راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي