افغان حکومت وایي د رسمیت پېژندلو په لار کې یې تر ټولو ستر خنډ امریکا دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په یوه مرکه کې ویلي چې د رسمیت پېژندلو په لار کې خنډ د دوی سیاستونه نه، بلکې د امریکا بې پروايي ده.
نوموړي زیاته کړې، امریکا نه پخپله د رسمیت پيژندلو لپاره ګام اوچتوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
مجاهد زیاته کړې چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې نور د افغانانو حکومت په رسمیت وپېژني.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې حکومت یې پیاوړی دی، د امنیت په تامین بریالي شوي دي او د ولس ملاتړ له ځان سره لري.
جمهورخبري آژانس:کابل