ایرو ایشیا رېويو په یوه تازه تحلیل کې ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، که افغانستان او پاکستان په خپلو کې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي نو د دواړو په ګټه دي.
تحلیل کې ویل شوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په صادقانه فضا کې د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته دی او که چېرته عملي ګامونه اوچت شي نو نه یوازې په لنډ مهال کې بلکې په اوږدمهال کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي وده رامنځ ته کولی شي.
دغه ډول تحلیلونه داسې مهال خپرېږي چې پاکستاني لوري تل په سوداګریزه برخه کې افغان لوري ته ستونزې جوړې کړي دي او په دې برخه کې یې اقدامات تر ډېره صادقانه نه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل