هند کابل کې د هندوانو پر معبد برید غندلی دی

28 جوزا 1401 ساعت 12:51

د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پلازمېنې کابل په کارته سه سیمه کې د هندوانو پر درمسال برید په کلکه غندلی دی.


د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پلازمېنې کابل په کارته سه سیمه کې د هندوانو پر درمسال برید په کلکه غندلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نن شنبې د غبرګولي ۲۸ مه سهار شپږنیمې بجې د کارته پروان سیمه کې د هندوانو پر معبد لومړی بمي او وروسته وسله وال برید وشو.

دغه برید ته غبرګون کې د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اريندم باګچي په يوه ټويټ کې ويلي، د کابل په کارته پروان سيمه کې د هندوانو پر ګوردوارې بريد اندېښمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، وضعيت له نږدې څاري او د بريد په اړه د لا ډيرو جزياتو د ترلاسه کولو په تمه دي.

د هند د بهرنيو چارو وزير جې شنکر د باګچي ټويټ بيا خپور کړی او ويلي يې دي چې دغه بزدلانه بريد په کلکو ټکو غندي.

هغه دغه راز ويلي چې د کارته پروان پر درمسال بريد بايد د ټولو له لوري په شديدو ټکو وغندل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې څو تنو بریدګرو په دغه درمسال برید کړی و، خو امنیتي ځواکونه په وخت سیمې ته ورسېدل.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالنافع ټکور په وینا جګړې څو ساعته دوام وکړ، چې د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

هغه دا نه دي ویلي، چې بریدګر څو تنه و، خو وايي، په دغه برید کې یو امنیتي سرتېری او یو اهل هنود وژل شوی او د دوه اهل هنودو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

کابل کې د هندوانو پر معبد د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151637

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151637/

جمهور
  https://www.jomhornews.com