۰

د ننګرهار هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شوی دی

شنبی ۲۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۲
د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، د ننګرهار هوايي ډګر له دوو لسیزو وروسته ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی دی.
د ننګرهار هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شوی دی
د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، د ننګرهار هوايي ډګر له دوو لسیزو وروسته ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې وزارت د ویاند امام الدین احمدي په وینا له دغه هوايي ډګره عملا الوتنې ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ننګرهار هوايي ډګر وروسته له دوو لسیزو د خوندي الوتنو لپاره چمتو او فعال شوی دی.

دی وايي، د دې هوايي ډګر ټرمینل بیاځلي فعال شوی دی د مسافرینو د پروسس کولو لپاره په منظم ډول تیار دی.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې د هوايي ډګر ترمینل، د څار او کنټرول برجونه او تجهیزات یې او د مخابرې سیسټم، ترمیم شوي او ځغاستلیکه یې د الوتنو لپاره چمتو شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي