۰

کابل کې د اهل هنودو په ګرداوره وسله وال برید شوی دی

شنبی ۲۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۴
د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د اهل هنودو په ګرداوره موټر بم او وسله وال برید شوی دی.
کابل کې د اهل هنودو په ګرداوره وسله وال برید شوی دی
د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د اهل هنودو په ګرداوره موټر بم او وسله وال برید شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن شنبې د غبرګولي ۲۸ مه سهار شپږنیمې بجې د کابل د کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په ګرداوره شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، یو شمېر وسله وال ګرداورې ته په ننوتو سره نښته پیل کړې او لا هم روانه ده.

د ټکور په وینا وسله والو لومړی د لاسي بم برید کړی چې له امله یې هلته اورلګېدلی او دوه اهل‌هنود په کې ټپیان شوي چې د درملنې په موخه روغتون ته رسول شوي دي.

دغه راز هغه ویلي، وسله والو غوښتل له خلکو په ډکه سیمه کې موټر بم برید هم وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې یې موټر چاودنه کړې او ځاني زیان‌ نه ‌لري.

ټکور وايي، دښمن په درمسال کی محاصره دی او ډېر زر به د خدای تعالی په فضل او نصرت سیمه تصفیه شي.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، لا هم په ګردواره کې د ننه د ډزو غږونه اورېدل کېږي، خو سیمه کې د طالب ځواکونو له‌ خوا کلابنده شوې ده.

د درمسال یوه مسوول ګورمان سینګ رویټرز اژانس ته ویلي دي، چې د برید پرمهال دېرش تنه په درمسال کې دننه وو او اوس نه پوهېږي چې څو تنه به یې ژوندي پاتې شوې وي.

تراوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي