۰

مارکس پوتزل افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال استازی شو

شنبی ۲۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۵
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش د افغانستان لپاره نوی مرستیال ځانګړی استازی معرفي کړی دی.
مارکس پوتزل افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال استازی شو
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش د افغانستان لپاره نوی مرستیال ځانګړی استازی معرفي کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان لپاره د آلمان اوسنی ځانګړی استازی مارکس پوتزل، د انتونیو ګوتریش له لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

نوموړی به له دې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سیاسي استازولۍ کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

پوتزل داسې مهال په دې دنده ګومارل کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اوسنۍ استازې دیبورا لاینز کاري موده پای ته رسېدلې ده.

بلخوا پوتزل بیا کلونه په ديپلوماتیکه برخه کې کار کړی دی، په افغانستان کې د آلمان سفیر و، اوس د المان ځانګړی استازی دی او په ادبیاتو کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لري، چې په انګلیسي، آلماني او فارسي ژبه روانې خبرې کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي