ورلډ پولټیک رېویو نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، امریکا په ناروا توګه د افغانانو میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده او دغه هېواد یې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مقاله کې ویل شوي، د افغانستان د اوسني اقتصادي ناورین مسووله امریکا ده او دغه هېواد باید د افغانانو کنګل کړې شتمني ورپرېږدي.
دغه نشریې ته د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ویلي چې دوی د بېوزله افغانانو شتمني نه غواړي او امریکايي حکومت یې باید ژر تر ژره آزاده کړي.
دوی همدارز ویلي، چې دا شتمني باید میاشتې وړاندې د افغانانو د ژغورلو لپاره آزاده شوې وی.
په مقاله کې هم ویل شوي، چې د شتمنۍ د کنګل دوام به د نړۍ او افغانستان لپاره معکوسې پایلې ولري چې مسوولیت به یې پر امریکا وي.
جمهورخبري آژانس:کابل