۰

ملګري ملتونه: له افغان کډوالو سره مرسته ته دوام ورکوو

شنبی ۲۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۲۹
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې افغانستان او پاکستان کې د افغان کډوالو او بېځایه شوو تر لیدنې وروسته ویلي چې افغانان د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه: له افغان کډوالو سره مرسته ته دوام ورکوو
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې افغانستان او پاکستان کې د افغان کډوالو او بېځایه شوو تر لیدنې وروسته ویلي چې افغانان د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوولینو ټینګار کړی، چې له افغانانو سره به یې مرستې روانې وي.

د سرچینې په خبره دمګړی افغانان په سخت وضعیت کې دي، په دغه هېواد کې پراخه وچکالي روانه ده، اقتصادي وضعیت کمزوری دی، خلک له بېکارۍ سره لاس او ګریوان دي نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې له افغانانو سره مرستې پراخې شي.

د کډوالو عالي کمېشنري دغه راز وایي چې دوی شاوخوا ۳،۴ میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا لري خو تر دې دمه یې یوازې ۳۰ سلنه مرسته ترلاسه کړې ده او دوی اړ دي چې له افغانانو سره د مرستو لپاره خپلې اړتیاوې پوره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي