۱

ټام وېسټ: نړۍ پر افغان ښځو د لګول شویو محدویتونو لرې کول غواړي

چهارشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۳
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، نړۍ پر افغان مېرمنو د طالبانو له خوا د لګول شویو محدویتونو لرې کول غواړي.
ټام وېسټ: نړۍ پر افغان ښځو د لګول شویو محدویتونو لرې کول غواړي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، نړۍ پر افغان مېرمنو د طالبانو له خوا د لګول شویو محدویتونو لرې کول غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې غونډې او اعلامیې ته په اشارې دغه څرګندونې په خپله ټوېټر پاڼه کړې دي.

نوموړي د امنیت شورا له اعلامیې وروسته لیکلي، چې نړۍ په متحدانه توګه پر افغان مېرمنو د لګولو شویو بندیزونو لرې کول غواړي.

هغه ویلي«نړۍ په افغانستان کې له متحدیتونو پرته بشري سرچینو او بشردوستانه بنسټونو ته د لاس کارکوونکو لاس رسۍ او د افغانستان ثبات او اقتصادي وده غواړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو وروستۍ اعلامیه خورا مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه باید لرې کړای شي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د افغانستان په اړه غونډه درلوده او په کې یې د دغه هېواد پر اوسني وضعیت اندېښنه وښوده.

یادې شورا په دې تړوا خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د ښځينه وو د حقونو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو اندېښنه لري.

سرچینې زیاته کړې، نوي افغان حکومت ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د نجونو د کار او زده کړو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي، پر ملکي وګړو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یونما دفتر ته دنده سپارلې چې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅاري، له ټولو مسوولو کسانو سره په اړیکه کې وي او د هر ډول بدلون په اړه ژر تر ژره ملګرو ملتونو او عمومي منشي ته معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي