۰

تاجکستان کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړېږي

چهارشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۵
د راپورونو له مخې ټاکل شوې تاجکستان کې د افغانستان د امنیت په اړه یو کنفرانس جوړ شي.
تاجکستان کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړېږي
د راپورونو له مخې ټاکل شوې تاجکستان کې د افغانستان د امنیت په اړه یو کنفرانس جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کنفرانس به سبا راتلونکې پنشنبه پیل او د دوه ورځو لپاره به دوام وکړي.

په کنفرنس کې به د سیمې هېوادونو استازي ګډون ولري او مهمه اجنډا به یې د افغانستان روان وضعیت، امنیت او پر سیمه یې اغېز وي.

راپورونه وایي چې په دې کفنرانس کې به د تاجکستان په ګډون، د هند، روسیې، چین او ایران استازي ګډون وکړي.

هندي رسنیو هم د دې کنفرانس د جوړېدو تایید کړی وايي، دغه کنفرانس کې به د هند ټینګار په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو وي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د سیمې هېوادونو په بېلو کفنرانسونو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې دوی دلته د پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت ملاتړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي