د کورنیو چارو وزارت وايي، پنځه تنه یې دقاچاق او دوه سټنګر توغندیو د خرڅلاو په تور نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبر د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو او فساد سره د مبارزې مشر مولوي محمد مامور حنفي پرون سه شبنه د غبرګولي ۳ مه په خپل ټوېټر خپور کړی دی.
نوموړي په ټوېټر لیکلي، چې دا کسان یې د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې نیولي دي.
هغه ویلي«دوه بریتانیایي سټینګر توغندي مو کشف کړل، د خلکو مرسته د دې عملیاتو د بریا اصلي سبب دی.
ښاغلي حنفي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل