۰

کابل کې د ګاز ډبې چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري

سی شنبه ۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۱
عیني شاهدان وايي، د پلازمېنې کابل لوېدیځ لور ته دشت برچي سیمه کې د یوه کورس مخې ته چاودنه وشوه، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.
کابل کې د ګاز ډبې چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري
عیني شاهدان وايي، د پلازمېنې کابل لوېدیځ لور ته دشت برچي سیمه کې په یوه دوکان کې د ګاذ ډبې چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د غبرګولي ۳ مه د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران چاودنه تاییدوي، خو وايي، دغه چاودنه په یوه دوکان کې د ګاز ډبې له امله رامنځ ته شوې ده.
د ځدراڼ په وینا چاودنه کې هېچا ته زیان نه دی رسېدلی.

په ورته وخت کې راپورونه وایي، تر چاودنې وروسته په دغه دوکان کې اور لګېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي