۰
د برېتانیا پارلمان:

له افغانستان نه د تخلیې بڼه د متحدینو سره خیانت وو

سی شنبه ۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۸
د برېټانیا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېسیون له افغانستان د تخلیې ماموریت په اړه خپل راپور خپور کړی دی.
له افغانستان نه د تخلیې بڼه د متحدینو سره خیانت وو
د برېټانیا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېسیون له افغانستان د تخلیې ماموریت په اړه خپل راپور خپور کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي، د تېر کال په اګسټ کې له افغانستان د برېټانیا د وتلو بڼه ناسمه او له متحدینو سره خیانت و.

راپور وايي، په دې ماموریت کې د برېټانیا حکومت بریالی نه و، پلانونه یې ناسم وو، مدیریت یې کمزوری و او د دې سبب شوه چې د برېټانیا سلګونه همکاران په افغانستان کې پاتې شي.

سرچینې زیاته کړې، برېټانوي مامورینو ان د خپل سفارت معلومات هم و نه شوی ساتلی او د ټولو هغو کسانو معلومات او اسناد په سفارت کې پاتې شول چې له برېټانیا سره یې کار کاوه.

دغه هېواد له افغانستان د وتلو بڼه او د تخلیې ماموریت پایله له متحدینو سره خیانت بللی او پر برېټانوي حکومت یې غږ کړی چې برېټانیا ته د راغلو افغان کډوالو ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي