پاکستاني لوړ پوړو چارواکو تایید کړې، چې هېواد یې غواړي پر ډېورنډ فرضي کرښه له افغانستان سره نورې دروازې او بندرونه هم جوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان دغه کار د ستونزو د حل او تګ راتګ د اسانتیا لپاره کوي.
نوموړي ویلي«موږ غواړو د ستونزو د حل او تګ راتګ د اسانتیا لپاره له افغانستان سره ګڼې نورې دروزاې هم پرانیزو.»
نوموړي خبر ورکړی چې تازه د چترال او کونړ او کوزې درې او کونړ ترمنځ دوې نوې دروازې هم جوړې شوې دي چې د خلکو تګ راتګ به اسانه کړي.
پاکستان داسې مهال پر فرضي کرښه د دروازو د جوړولو تابیا کوي، چې دا کرښه هېڅ حکومت په رسمیت نه ده پېژندلې او پاکستان پر دې فرضي کرښه ددغه ډول رسمي اقداماتو حق نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل