سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د نورستان ولایت په یوه ځنګل کې اور لګېدلی و او مالي زیانونه یې اړولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اور د تېرې پنشنبې غوايي ۲۹ مه د نورستان د واما ولسوالۍ په یوه ځنګله کې لګېدلی وو.
د سیمه ییزه چارواکو په وینا اور وروسته له هغې لګېدلی، چې یوه ماشوم لرګیو ته اور ور اچولی او وروسته ځنګله کې خور شوی دی.
د دوی په وینا د سیمې خلکو او ځايي اور وژنې ادارې هڅه وکړه، چې اور کابو شي خو دوه ورځې یې دوام وکړ.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس مولوي سمیع الحق حقبیان وايي، تقریبا پرون مازیګر مهال یې اور مهار کړی دی.
د نورستان چارواکي وايي، دا اورپېښه انساني تلفات نه لري خو تاییدوي چې د اور په لمبو کې د اتو جریبو په شاوخوا کې ځنګل سوځېدلی دی.
د نورستان او کونړ غرونه د هېواد د نورو ختیځو ولایتونو په څېر د نښترو او ځنغوزیو په ځنګلونو پوښلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل