د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا نونیسف مرستیالې، د افغانستان د پوهنې له سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حنان سلیمان د لیدنې پر مهال ویلي، یونیسف په پام کې لري چې افغانستان کې پنځه زره نور سیمه ییز ټولګي جوړ کړي.
د یونیسف مرستیالې د افغانستان له ښوونیز نظام د بشپړ ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا بیا تکرار کړه او ویلي یې دي، چې دغه اداره دا مهال په افغانستان کې نږدې نهه زره سیمه ییز درسي ټولګي لري.
د هغې په وینا یونیسف په پام کې لري چې په راتلونکې کې په افغانستان کې پنځه زره نور ټولګي جوړ کړي.
پوهنې وزارت په تعلیمي ډګر کې د یونیسف هلې ځلې ستایلي او ویلي یې دي چې د یاد بنسټ ټول ښوونیز پروګرامونه په تیره بیا سیمه ییز درسي ټولګي د تعلیمي چوپړ یوه غوره او اغیزناکه بڼه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل