د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې له امریکه سره یې مخالفت د دوی د ظلمونو له امله وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له سي ان ان سره په تازه مرکه کې کړې دي.
ښاغلي کرزي ویلي، په قطر کې د سولې پروسې د بهیر څرنگوالی، د پاکستان لخوا افغانستان ته پر لیږدیدونکو مشکلاتو سترگې پټول او په افغانستان کې د امریکا د پوځ تگلاره ټول د اوسني وضعیت علتونه دي.
حامد کرزی وایي له امریکا سره د ده او نورو افغانانو د ستونزې اساس د امریکا لخوا د عامو افغانانو سره زورزیاتی، په کورونو بمباري، د افغانستان په خاوره کې د زندانونو جوړول، د افغانانو کورونو ته ننوتل او شپني عملیاتو ترسره کول وو.
جمهورخبري آژانس:کابل