۰

امریکا نویو ورغلیو افغانانو ته د موقتې اقامې تر لاسه کولو نېټه اعلان کړه

شنبی ۳۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۸
د امریکا د کورني امنیت وزارت نویو ورغلیو افغانانو ته د موقتې محافظتي اقامې د ترلاسه کولو لپاره د ثبت او نوملیکنې نېټه اعلان کړه.
امریکا نویو ورغلیو افغانانو ته د موقتې اقامې تر لاسه کولو نېټه اعلان کړه
د امریکا د کورني امنیت وزارت نویو ورغلیو افغانانو ته د موقتې محافظتي اقامې د ترلاسه کولو لپاره د ثبت او نوملیکنې نېټه اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر هل مخې د دغه پروګرام لپاره نوملیکنه پرون جمعه د روانې میلادي میاشت ۲۰ مه نېټه پیل شوې ده.

د کورني امنیت په اعلامیې کې ویل شوي، ټول هغه افراد چې د افغانستان تر نامه لاندې موقته محافظتي‌ اقامه غواړي، باید غوښتلنیک ډک او ورته وسپاري.

په دغه پروګرام کې به هغه افغانان شامل وي‌، له افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته لېږدول شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د ادارې د اټکل په اساس د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې ۷۲۵۰۰ افغانان د تخلیې په پروګرام کې متحدو ایالتونو ته انتقال شوي دي.

د امریکا د مهاجرت د قانون په اساس، د داخلي امنیت اداره په امریکا کې مېشتو هغو کډوالو ته په دغه پروګرام کې د شاملېدو اجازه ورکوي چې د تاوتریخوالي، طبیعي پېښو او یا د نورو ستونزو له کبله،‌ خپل هېواد ته نشي ستنېدلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي