ازبکستان او فرانسې پر افغانستان خبرې کړې دي

29 ثور 1401 ساعت 14:48

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت ايرګاشيف په تاشکند کې د فرانسې له سفيرې اوليا بوشز سره کتلي او د افغانستان اړوند موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.


د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت ايرګاشيف په تاشکند کې د فرانسې له سفيرې اوليا بوشز سره کتلي او د افغانستان اړوند موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې ازبکستاني رسنۍ وايي، ازبک او فرانسوي لوريو افغانستان ته د بشري مرستو د رسونې لپاره د اسانتياوو پر ډيرولو هوکړه کړې ده.

تاشکند کې د فرانسې سفيرې د ازبکستان د ټولو هغو هڅو مننه کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په لاره کې يې کړې دي.

د ازبکستان په هڅو کې ترمذ ښار کې د بشري مرستو دهليز هم شامل دی چې ملګرو ملتونو يې د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150690

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150690/

جمهور
  https://www.jomhornews.com