د بامیانو ولایت مرکز کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ په مالي مرسته یو باب ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ښوونځي د ودانۍ چارې تازه بشپړې شوې او پرون د سیمه ییزه چارواکو له خوا په رسمي ډول پرانستل شو.
د دغه ښوونځي په جوړېدو ۲۶۶ زره امریکايي ډالر لښکت راغلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا ورکړل شوې دي.
د ښوونځي ودانۍ ۸ درسي خونې، یوه اداري خونه او نور د اړتیا وړ محلقات لري، چې په اساسي ډول جوړ شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل