۰

هند دوه زره ټنه نور غنم افغانستان ته ولېږل

پنجشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۵
هلند له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو مرستې څخه دوه زره ټنه نور هم دغه هېواد ته لېږلي دی.
هند دوه زره ټنه نور غنم افغانستان ته ولېږل
هلند له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو مرستې څخه دوه زره ټنه نور هم دغه هېواد ته لېږلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غنم پرون چهارشنبې د پاکستان په پوله کې د واګې بندر له لارې د افغانستان په لور انتقال شول.

په واګه کې د ګمرک کمېشنر راهول ننګارا وویل، دا غنم د هغې ژمنې برخه ده چې پر اساس یې دا هېواد افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم استوي.
څو ورځې وړاندې هم هند دوه زره ټنه غنم افغانستان ته رالېږلي وو.

تراوسه پورې د هند له لوري افغانستان ته ۱۰ زره ټنه غنم رسېدلي دي.

هند په داسې حال کې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کوي، چې په نړۍ کې د اوکراین د جګړې له کبله د غنمو بیه لوړه شوې او هند په نړیوالو بازارونو کې د غنمو د تقاضا د ډېرېدو له کبله د غنمو صادرات درولي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي