۰
ایرواېشیا:

نړۍ باید له نوي افغان حکومت سره تعامل وکړي، دا یې په ګټه ده

پنجشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۰
ایرو ایشیا رېویو په یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي، د افغانستان ثبات د سیمې په ګډون د غرب په ګټه هم دی نو ځکه نړۍ باید له دغه هېواد سره تعامل وکړي.
نړۍ باید له نوي افغان حکومت سره تعامل وکړي، دا یې په ګټه ده
ایرو ایشیا رېویو په یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي، د افغانستان ثبات د سیمې په ګډون د غرب په ګټه هم دی نو ځکه نړۍ باید له دغه هېواد سره تعامل وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مقاله کې ویل شوي، په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیز وضعیت له امله رامنځ ته شوی بدلېدونکی حالت به د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ اغېزمنه کړي.

لیکوال وايي، غربي هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې ودرېږي ځکه د دغه هېواد ثبات یوازې د سیمې او ګاونډیانو لپاره مهم نه دی بلکې ټولې نړۍ ته د ارزښت او اهمیت وړ دی.

ایرواېشیا رېویو د امریکا پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او له دغه هېواد سره تعامل ته ادامه ورکړي څو دلته دایمي ثبات او اقتصادي وده رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي