د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا ویلي چې هېواد یې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوکادا دغه راز ویلي، جاپان به د افغانستان له نوي حکومت سره همکاریو ته دوام ورکړي او دغه راز به د اړمنو افغانانو لاسنیوی هم دوامداره وساتي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او سټراټیژي له مرستیال فیضالله جلال سره په لیدنه کې کړې دي.
یاد وزارت زیاتوي، د جاپان سفیر د ښوونکو د دوو میاشتو معاش ورکولو او په کابل کې د دې هېواد د سفارت بیاپرانیستلو ژمنه هم کړې ده.
د یادونې ده چې د جاپان سفیر تر دې وړاندې ویلي وو چې له افغانستان سره بشري مرستې په دې مانا دي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي.
اوکادا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم لیدونو کې ویلي و، چې دوی د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره په سلا مشورو بوخت دي.
جمهورخبري آژانس:کابل