د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونېسف) خبرداری ورکړی دی چې روان میلادي کال یو اعشاریه یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونېسف پرون سه شنبې د غوايي ۲۷ مه په ټویټر لیکلي، په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هغو ماشومانو شمېر د دوه زره اتلسم کال په پرتله دوه برابره دی چې د مرګ ویره یې شته.
یونیسف زیاتوي چې هغه وخت د ماشومانو د مړینې کچه لوړیږي چې سم خواړه ور ونه رسیږي، ډېر ډنګر شي او د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری شي.
جمهورخبري آژانس:کابل