امریکا وایي له افغانستان تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد کې کوم هوایي برید نه دی ترسره کړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګریس ته په یوه تازه لیږلي راپور کې د افغانستان په اړه ځینې معلومات خپاره کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، دوی افغانستان څاري خو زیاتوي چې دلته د کوم هوایي برید پلان نه لري او نه یې هم تر اوسه په داسې کوم اقدام لاس پورې کړی دی.
راپور کې راغلي، د افغانستان نوی حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو تر دې دمه د دوحې هوکړې ته ژمن دی او د ترهګرو ډلو فعالیتونه یې محدود کړي دي، خو دا وېره لري چې ګواکي راتلونکو میاشتو کې دا جدیت راکم شي.
د پنټاګون دغه راپور په افغانستان کې د داعش او القاعده شبکو د فعالیت په اړه هم څرګندونې لرلې دي، خو افغان حکومت وار له مخ دا ډول راپورونه رد کړي او په خبره یې دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې جدي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل