د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو او ستنېدو بهیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د غوايي ۲۷ مه ویلي، چې له ایران څخه هره ورځ کابو ۲ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي.
د وزارت په وینا، یوازې تیره ورځ ۱۸۳۶ افغان کډوال د ایران مرز څخه افغانستان ته داخل شوي چې له ډلې شاوخوا ۱۳۰۰ تنه په زور ایستل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، تر دې یوه ورځ مخکې ۱۲۹۷ افغان کډوال د نیمروز له سرحد څخه د افغانستان خاوري ته داخل شوي چې د هغوی په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد ته د ستنو شوو کډالو له ډلې له زیات شمېر هغوی سره یې د (IOM) لخوا نغدي مرسته شوې ده.
ګڼ شمېر افغان کډوال چې په زوره او یا داوطلب ډول هېواد ته ستنیږي، زیات یې په هرات او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو د کډوالو وزارت اړوند څانګو ته تسلیمیږي.
دغه وزارت زیاتوي، د روانې غوايي میاشتې له ۱۷ مې نېټې څخه بیا د همدې میاشتې تر ۲۲ نېټې ۱۶زره ۵۲۶ افغان کډوال د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
یاد وزارت وايي، اوس مهال د سرحدونو له لارې افغانستان ته د کډوالو بیرته ستنېدل دوام لري او په خبره یې له هغوی سره د مرستې بهیر هم روان دی.
د کډوالو چارو وزارت تېره میاشت هم ویلي و چې له ایران څخه په ایستل شوو کډوالو کې زیات شمېر هغه کسان دي چې هلته د قانوني اوسېدونې اسناد نه لري او د ایراني پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته بیرته افغانستان ته استول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل