۰

افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېره لوړه شوې ده

سی شنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۶
د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ادارې یوې لوړپوړې چارواکې انتا ریبارن وايي، په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی نو له همدې امله د کارګرو ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.
افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېره لوړه شوې ده
د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ادارې یوې لوړپوړې چارواکې انتا ریبارن وايي، په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی نو له همدې امله د کارګرو ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ریبارن زیاته کړې، په افغانستان کې هره ورځ زرګونه ماشومان د ښوونځي پر ځای په بازارونو کې لارو او سړکونو ته وځي او هڅه کوي د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پيدا کړي.

نوموړې له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو اوسنی وضعیت اندېښمنوونکی بللی و او د مرستو غوښتنه یې کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي