۰

د وردګو د چک برېښنا بند بیا رغول کېږي

سی شنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۷
د افغان حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، چې د وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند پاتې کارونه هم بشپړ کړي.
د وردګو د چک برېښنا بند بیا رغول کېږي
د افغان حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، چې د وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند پاتې کارونه هم بشپړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ دغه کمېسیون پرون په خپله ناسته کې د افغانستان برېشنا شرکت ته ځینې دندې سپارلې دي.

برېښنا شرکت ته ویل شوي، چې د وردګو د چک برېښنا بند د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې د دغه کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې د چک برېښنا بند درې توربینه لري، چې په بیا فعالېدو سره به د ۳.۹ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي