د پاکستان د سیند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې یوه بمي چاودنه شوې، چې له امله یې د دریو پولیسو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د موټر سایکل بم دغه چاودنه نن سه شنبې د غوايي ۲۷ مه د کراچۍ ښار د کهارادر سیمې د ټوکرانو په مارکېټ کې شوې ده.
د ځايي پولیسو یوه مشر راجه عمر خطاب ویلي، چاودنه د پولیسو د ګزمې په موټر شوې، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او دریو پولیسو په ګډون ۹ تنه په کې ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په چاودنه کې د پولیسو پر موټر سربېره څو نور موټر هم زیانمن شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنشنبې په ورځ هم په دا ډول یوه بله چاودنه ده، یو کس وژل شوی او ۱۳ ټپي شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل